د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، ریچارډ بینټ او د ملګرو ملتونو د ځینو غړو پر وړاندې په غبرګون کې ویلي چې ددې سازمان ځیني اشخاص عامه ذهنیتونه مغشوشوي او عقدهیي چلند کوي.
ښاغلي مجاهد نن(چهارشنبه، غبرګولي ۳۰مه) په خپل اېکس وړاندې لیکلي چې دا کسان غواړي د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه پټ کړي.
مولوي ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د ځینو هېوادونو ملاتړی دریځ ستایي او دا څرګند حقیقت دی چې باید اسلامي امارت سره رغنده تعامل وشي.
نوموړي ویلي: د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار او دسیسو هڅې لا هم ناکامیږي، دوام او تکرار یې د ناکامه تجربو بیا بیا ازموینه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تازه اسلامي امارت منلې چې یو پلاوی به د دوحې په راتلونکې ناسته کې قطر ته استوي، خو لا ددې پلاوي غړي نه دي په ډاګه شوي