د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا پنجشنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهيمي نن ماخوستن(چهارشنبه، غبرګولي ۳۰مه) په خپل اېکس د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې سبا(پنجشنبه، غبرګولي ۳۱مه) به په ټول هېواد کې رسمي رخصتي وي او رسمیات به د راتلونکې(شنبې، چنګاښ دویمه) پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې دمخه د عرفي په ګډون د لوی اختر ۴ ورځې رسمي رخصتي اعلان کړې وې