ډېر لوستل شوي

عنایت الله خوارزمي: امریکا تر وتو وړاندې افغانستان کې ټول تجهیزات له منځه وړي وو

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي امید راډیو ته په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا تر وتو وړاندې په افغانستان کې هېڅ نظامي وسایط روغ نه وو پرېښي.
د ښاغلي خوارزمي په وینا چې امریکا او ناټو په مېشتو اډو او د کابل هوایي ډګر کې ګڼ نظامي وسایط ویجاړ کړی وو. د نوموړي په قول تر فتحې وروسته یوه روغه الوتکه هم نه وه چې وروسته د افغان انجینرانو په مټ لسګونه الوتکې بیاورغول شوې چې وخت ناوخت د هېوادوالو په ژغورنه کې ترې ګټه اخیستل کیږي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د امید راډیو هغې پوښتنې ته چې ګوندې نظامي وسایط او الوتکې د چا په لاس رغول کیږي ویلي، د ملي دفاع وزارت اړوند ټول زاړه او له کاره لوېدلي وسایط د افغان انجینرانو په مټ رغول شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده. نوموړي زیاته کړې چې پخوا افغان انجینران او متخصصین په یوه ډول څنګ ته شوي وو چې د ملي دفاع وزارت په هڅو دوی چوپړ ته راوبلل شول.
ویاند د وسلو د ډيپوګانو د کشف په اړه ویلي چې افغان ځواکونو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې له نامسووله کسانو وسلې راټولې کړي، د وسلو او نظامي تجهیزاتو ډيپوګانې یې نیولي او د بیت المال برخه یې ګرځولي دي.
عنایت الله خوارزمي د ملي اردو د منسوبینو شمېر له ۱۵۰-۲۰۰ زرو پورې ښیي. ښاغلي خوارزمي وړاندې ویلي چې د ملي دفاع وزارت رهبري د جګړې پلوې نه ده خو که جګړه پرې تپل کیږي، نو افغان سرحدي او دفاعي ځواکونه له هېواده سرښندنې ته چمتو دي.
ښاغلي خوارزمي هېواد کې وروستیو طبیعي پېښو ته په اشارې ویلي چې افغان ځواکونه د هېوادوالو د ژغورنې په پار شپه او ورځ هڅې کوي، په ستونزو کې ځان ور رسوي. دا په داسې حال کې ده چې بغلان کې د سېلابونو او هرات کې د زوروې زلزلې پر مهال افغان هوایي ځواک د ګڼو هېوادوالو د ژغورنې سبب شول

اړوند خبرونه