ډېر لوستل شوي

کابل کې د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه

د ازموینو ملي ادارې د کابل ښار او ولسوالیو له فارغانو د کانکور ازموینې د اخیستو خبر ورکړی دی.
د کانکور دا ازموینه نن(جمعه، چنګاښ لومړۍ) په کابل پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې د مشر شیخ عبدالباقي حقاني، کابل پوهنتون د رییس دوکتور اسامه عزیز، استادانو او د ازموینو د ګډونوالو په شتون کې اخیستل شوې.
د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني په یاده غونډه کې د کانکور ازموینې پروسې پيل د هېواد تحصیلي پرمختګ لپاره مهم ګام وباله. نوموړي د ځوانانو په پراخه ګډون هم خوښي ښودلې ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، د خوښۍ ځای دی چې اوسمهال د هېواد ځوانانو ته د افغاني او اسلامي فکر سره سمه د روزنې زمینه برابره شوې ده.

شیخ عبدالباقي حقاني همدارنګه ځوانانو ته ډاډ ورکړی چې د ازموینو ملي ادارې سیستمونه او کړنې بشپړې رڼې دي او باید له خپلو پارچو ډاډه واوسئ.
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې تنظیم شوې چې نن یې په دویم پړاو کې یوازې د کابل ولایت ازموینه واخیستل شوه او درېیم پړاو به د راتلونکې جمعې په ورځ په ۱۰ نورو ولایتونو کې پیل شي

اړوند خبرونه