د بامیانو ځایي چارواکو ویلي چې په اختریزو رخصتیو کې د دغه ولایت تفریحي سیمو ته د سیلانیانو په ورتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د بند امیر ملي پارک وروسته قاضیان دره په وروستیو کلونو کې د سېلانیانو لپاره مهمه سیمه ګڼل کېږي. بامیانو ته ورغلي سیلانیان د امنیت له ټینګښت خوښي ښیي او د امنیتي ځواکونو د غوره چلند هرکلی کوي.
بل پلو، د بامیانو ولایت ځایي چارواکو زیاته کړې چې په یاد ولایت کې د سیلانیانو د امنیت ټینګښت لپاره امنیتي تدابیر څو برابره لوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بامیانو والي د اختر په شپو ورځو کې په خپله له امنیتي کمربندونو او پوستو لیدنه کړې وه.