د سوداګرۍ او صنعت وزارت مسوولینو ویلي چې افغانستان په تېرو ۵ میاشتو کې د اووه نیم میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ نورو هېوادونو ته صادرې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي چې افغانۍ غالۍ امریکا، هند، پاکستان، چین، ازبکستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو ځل بیا بهرمېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو ته هېواد کې د پانګونې بلنه ورکړې ده. د مالیې وزارت لا وړاندې ویلي و چې بهرمېشتو افغان پانګوالو ته به د ۵ کلونو په پار مالیه معافوي. افغان حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او د هر ډول مرستې ډاډ یې ورکړی دی.