ډېر لوستل شوي

هېواد ته شاوخوا ۹۰۰ کډوال راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو ویلي چې ايران کې مېشت ۸۴۱ افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو بندر له لارې پخپله خوښه او په زور هېواد ته راستانه شوي.
د نیمروز د ورېښمو بندر د سرحدي آمر د مالوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې دي. د نوموړي په قول، ددغو کډوالو له ډلې ۲۲۴ کسان اړمن پېژندل شوي او د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، ۱۱۰ نور افغان کډوال په تېرو دوو ورځو کې د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنونې لړۍ چټکه شوې ده

اړوند خبرونه