ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د نیکاراګوا د سفیر هرکلی کړی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن(یکشنبه، چنګاښ درېیمه) په خپل اېکس د افغانستان لپاره د نیکاراګوا د نااستوګن سفیر هرکلی کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي چې افغان حکومت چین کې د افغانستان لپاره د نیکاراګوا جمهوریت له سفیر سره موافقه کړې او چین کې یې افغان سفیر ته لارښونه کړې چې د نیکاراګوا له سفیر سره له نږدې کاري اړیکې ولري.

وزارت د نیکاراګوا جمهوریت سره د ډپلوماټيکو اړیکو رامنځته کېدل غوره پرمختګ بللی او د دوه اړخیزې همکارۍ زیاتونې ته یې هیله ښودلې ده.

د نیکاراګوا ځایي سرچینو پرون ناوخته(شنبه، چنګاښ دویمه) راپور ورکړی و چې مایکل کمپبل یې د افغانستان لپاره سفیر ټاکلی دی.

نیکاراگوا د مرکزي امریکا تر ټولو لوی هېواد بلل کیږي چې پلازمېنه یې ماناګوا ښار دی.

اړوند خبرونه