پکتیا کې د غره ښویېدنې په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ تنو خپل ژوند بایللی دی.
د دې ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست مسولینو ویلي چې دا پېښه تېره ورځ(یکشنبه، چنګاښ درېیمه) ناوخته د دغه ولایت د څمکنيو ولسوالۍ د جګ اورګوړ سیمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي چې په دې سیمه کې پر یوه کور د غره یوه څنډه راښویه شوې. د ځایي چارواکو له انده چې په مړو کې ۲ ښځې او ۵ ماشومان هم شامل دي.