ډېر لوستل شوي

د خوست لپاره نوی والي وټاکل شو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې د امیرالمؤمنین حفظه الله

په حکم د نیمروز پخوانی مرستیال والي د خوست لپاره د نوي والي په توګه ګومارل شوی.

ښاغلي مجاهد پرون شپه(یکشنبه، چنګاښ درېیمه) په یو شمېر اماراتي ادارو کې د ادلون بدلون خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې د خوست والي مولوي بسم الله عبدالله تازه د استخباراتو عمومي ریاست د تامیناتو د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

د مولوي ذبیح الله مجاهد په خپاره شوي متن کې وړاندې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت د مالياتو او بودجې رییس حاجي محمدوزیر د غزني ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ټاکل شوی دی. د یادونې وړ ده چې په اماراتي ادارو کې تر لوی اختر دمخه هم یوشمېر بدلونونه راغلي وو.

اړوند خبرونه