د هېواد د ورزش لوی ریاست اړوند د بوکسېنګ ملي فدراسیون څلور کسیزه لوبډله د اسیا په کچه د سوک وهنې اتم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه روسیې هیواد ته روانه شوه.
د هېواد د ورزش ادارې مسوولینو ورزشکارانو ته لازمې سپارښتنې کړي او له دوی یې غوښتي چې تل اسلامي او افغاني اصولو ته پاملرنه وکړي او نورو هېوادونو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.
دغه سیالۍ د روسیې هیواد په یاقوتیس ښار کې د اسیا په کچه د نویو ځوانو سوک وهونکو ترمنځ ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه به پکې مجتبی حیدري په ۴۸ کیلو ، احمد علي ملک زاده په ۵۷ کیلو او فردوس نجیبي په ۷۵ کیلو وزنونو کې له خپلو بهرنیو سیالانو سره سیالۍ ترسره کړي. دا سیالۍ د جون پر ۲۶ مه پيلېږي او د جولای تر اومې نېټې پورې به دوام وکړي.