د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي چې اوسمهال هېواد کې شاوخوا ۶ زره کارخونې فعالې دي چې ډول ـ ډول خوراکي او ناخوراکي توکي تولیدوي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې د کورنیو تولیداتو د ودې او بازارموندنې په موخه يې په تېرو دوو کلونو کې ۲۷ نندارتونه جوړکړي، چې له ډلې ۶ یې نړیوال وو.
په یادو نندارتونونو کې ۴ زره او ۵۰۰ صنعتکارانو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه د کورنیو تولیدات ودې او بازار موندنې لپاره د نندارتونونو جوړول مثبت ګام ګڼلی دی. وزارت ژمنه کړې چې د روان کال تر پایه به ۵۰ نندارتونونه جوړ کړي چې ۱۳ به یې نړیوال وي.