د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې سیمې ملي پارک کې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د ګرځنده روغتیايي ډلګیو له لوري وړیا روغتیایي چوپړونه وړاندې شوي.
ویل کیږي چې دې روغتیایي ډلګیو د لوی اختر په ۴ شپو ورځو کې کورنیو سیلانیانو ته وړیا چوپړونه وړاندې کړي دي.
په دې ورځو کې ۹۰۰ تنو روغتیایي چوپړونه وړاندې شوي.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي چې په تفریحي ځایونو کې یې سیلانیانو او هېوادوالو ته روغتیایي چوپړونه په پام کې نیولي. روغتیا وزارت هڅه کوي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې هېوادوالو ته غوره او معیاري روغتیایي چوپړونه وړاندې کړي.