ډېر لوستل شوي

کندهار؛ جګړو کې ویجاړ شوي ښوونځي له سره رغول کیږي

د کندهار ولایت ځایي چارواکو ویلي، د هغو ښوونځیو د بیارغونې چارې یې پیل کړي چې په تېر کې د جګړو له کبله زیانمن شوي وو.
د کندهار د پوهنې ریاست مسوولینو وړاندې ویلي چې په دې ولایت کې ښوونیز بهیر مخ پر ودې روان دی او زرګونه تنه له عصري او دیني زده کړو فارغ شوي.
د کندهار د پوهنې رییس ویلي چې دوی په دې هڅه کې دي، تر څو په ښوونیز بهیر کې شته ستونزې هوارې کړي.
د نوموړي په قول، دوی د راتلونکي کال لپاره غوره پلان لري او همداراز به د ۲۱۶۰ ښوونکو تشه هم ډکه کړي

اړوند خبرونه