امنیتي ځواکونو د هېواد په ۵ ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۱۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت نن غرمه(سه شنبه، چنګاښ پینځمه) په خپل اېکس ددې مجرمینو د نیونې خبر ورکړی دی.
د یادو مجرمینو له ډلې بادغیس کې شپږ تنه د ځنګلونو د ناقانونه وهلو په تړاو، غزني کې یو غل او یو تن د وژنې په تړاو، بلخ کې دوه تنه د سل زره افغانیو د غلا په تړاو، یو غل په هرات او دوه تنه په سمنګان کې د اخلاقي فساد په تړاو نیول شوي دي.
په ورته وخت کې پولیسو ننګرهار کې د یوه اندازه لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.