ډېر لوستل شوي

افغانستان د لومړي ځل لپاره نیمه پایلوبې ته لار ومونده

افغانستان د لومړي ځل لپاره وکولی شول چې د شل اوریز جام نیمه پایلې ته لار ومومي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن په یوه سخته لوبه کې بنګله دېشۍ لوبډله ماته او سیده یې د ۲۰ اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لار ومونده.

افغانستان د نننۍ لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د ټاکلو ۲۰ اورونو په لوبونې ۱۱۵ منډې جوړې او سیالۍ لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف کېښود. رحمان الله ګربز تر نورو ډېرې ۴۳ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې راشد خان او نوین الحق د بنګله دېش ملا ماته کړه او په ګډه یې ۸ ویکټې ترلاسه کړې. راشدخان په ۴ اورونو کې د ۲۳ منډو په ورکولو ۴ ویکټې او نوین الحق په ۳.۵ اورونو کې د ۲۶ منډو په ورکولو د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.

نیمه پایلوبه ته د افغانستان سربېره هندوستان، سویلې افریقا او انګلستان هم لار موندلې ده. افغانستان به په نیمه پایلوبه کې له سویلې افریقا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

اړوند خبرونه