ډېر لوستل شوي

ایراني پانګوال فراه کې د سړکونو او کانونو برخو کې پانګونه کوي

د فراه ځایي مسوولینو ویلي چې ایراني پانګوالو په یاد ولایت کې د سړک جوړونې او کانونو برخو کې د پانګونې ژمنه کړې ده.

د یوشمېر ایراني شرکتونو مسوولینو د فراه له مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار او د ټولګټو چارو له رییس مولوي عبدالمالک معتصم سره په کتنه کې د سړک جوړولو او کانونو په برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

ایراني پانګوالو ویلي چې افغانستان اوسمهال امن دی او په ډاډه زړه به پانګونه وکړي.

ورته وخت کې د فراه مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار یادو مسوولینو ته له خپل لوري د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون(دوشنبه، چنګاښ څلورمه) د سویلې افریقا پانګوالو هم د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.

اړوند خبرونه