ډېر لوستل شوي

د سلما بند درېیم توربین ورغول شو

د سلما برېښنا تولید فابریکې د درېیم توربین د رغونې چارې په بنسټیز ډول بشپړې شوې او نورمال چالان شو.

برېښنا شرکت پرون ويلي، د هرات برېښنا حوزې تخنیکي کارکوونکو د سلما برېښنا تولید فابریکې درېیم توربین رغونې چارې بشپړې او بېرته یې فعال کړ.

د هرات سلما برېښنا تولید فابریکې هر یو ټوربین په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۲۰ مېګاواټه زیاته برېښنا تولیدوي، چې د هرات اړوند شبکو کې وېشل کیږي.

دغه شرکت څو ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د حوزوي څانګې عملیاتي کارکوونکو د سلما د برېښنا بند د تولید فابریکې درېیم توربین د تخنیکي وسایلو د ترمیم چارې ګړندۍ کړي او ټاکل شوې ده په لنډ مهال کې بېرته فعال شي. برېښنا شرکت ویلي چې د کورنیو برېښنا تولیدونکو سرچینو بیارغونه او کتنه یې له لومړیتوبونو څخه ده.

اړوند خبرونه