ډېر لوستل شوي

د مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی د دوحې درېیمه ناسته کې ګډون کوي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن ماښام(سه شنبه، چنګاښ پینځمه) په خپل اېکس د دوحې راتلونکې ناسته کې د گډون اړوند د همغږۍ ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
ښاغلي بلخي وړاندې لیکلي چې دا ناسته د بهرنيو چارو د وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ ترسره شوې. په دې ناسته کې د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد، د افغانستان بانک مرستيال نور احمد اغا، د کورنيو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار او د صنعت او سوداگرۍ وزارت سلاکارانو برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی ګډون وکړي.
دې غونډه کې ګډونوالو د دوحې په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام بنديزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې ننګونو او د نشه یي توکو پر وړاندې د افغان حکومت پر لاسته راوړنو خبرې اترې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون میاشتې په دېرشمه او د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کیږي

اړوند خبرونه