ډېر لوستل شوي

صهیونیست ځواکونو د اسماعیل هنیه پر کور برید کړی

د صهیونیست رژیم هوایي ځواکونو تېره شپه(دوشنبه، چنګاښ څلورمه) د غزې په شمال کې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه کور په نښه کړی دی.

ویل کیږي چې په دې برید کې د ښاغلي هنیه د خور په ګډون د نوموړي د کورنۍ ۱۰ تنه شهیدان شوي دي.

صهیونیست ځواکونو همداراز پر هغه ښوونځي هم برید کړی، چې د غزې اوسېدونکو پناه وروړې وه. په دغه برید کې هم ۱۶ بې ګناه فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

صهیونستانو په تېرو ۲۴ ساعتو کې پر بېلابېلو هدفونو بریدونه کړي چې د اسماعیل هنیه د کورنۍ په ګډون یې ۲۸ کسان شهیدان کړي دي.

صهیونیست یرغلګر ځواکونه لا هم له خپلو وحشیانه بریدونو نه دي په شا شوي او نه یې هم اوربند ته غاړه ایښې ده.

اړوند خبرونه