ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي هېوادوالو ته د کرکټ د وروستۍ بریا مبارکي ویلې ده

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلو د لارموندنې په پار مبارکي ویلي ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن(سه شنبه، چنګاښ پینځمه) په خپل اېکس د مولوي امیرخان متقي او د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان ټیلیفوني خبرې خپرې کړي چې مولوي متقي پکې ټولو هېوادوالو ته ددې بریا مبارکي ویلې.

بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ملي لوبډلې بریاوو هېوادوال خوشاله کړي او د راتلونکو لوبو د ګټنې هیله هم لري.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې نن په یوې سخته لوبه کې بنګالۍ لوبډله ماته  کړه او د کرکټ په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

اړوند خبرونه