ډېر لوستل شوي

نورالدین عزیزي: بندرونو کې د سکنرونو لګول مو له لومړیتوبونو څخه دي

صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمېټې د ناستې خبر ورکړی دی.

دې غونډه کې د مالي ملاتړ په مکانېزم، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د لګښتونو څرنګوالي، د وارداتو او صادراتو څخه د مالیو راټولولو په موخه د مشخصو قوانینو پر جوړولو او د یاد صندوق لپاره د بانکي حساب د پرانیستلو اړوند بحثونه شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې د سکنرونو پېرل او د هېواد په بندرونو کې یې لګول مو له لومړیتوبونو څخه دي. د ښاغلي عزیزي په خبره، د سکنرونو په نصبولو به د صادراتي او وارداتي توکو په لېږد رالېږد کې اسانتیاوې رامنځته شي.
دې وزارت وړاندې هم د هېواد په ځینو بندرونو کې د سکنرونو د نصب خبر ورکړی وو

اړوند خبرونه