د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو په یاد ولایت کې له تېرو ۳ کلونو راهیسې په نشه يي توکو د ۱۰ زره روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی. د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حیات الله روحاني ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې د یادو کسانو درملنه شوې او روغ کورنیو ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو کچه نږدې صفر شوې او اوسمهال له ایرانه د رااوښتو روږدو درملنه کوي.
د یادونې وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ روږدو کسانو لپاره د فن او حرفې ټولګي جوړ کړي او اوسمهال پکې په زده کړو بوخت دي