ډېر لوستل شوي

د زړه پر ناروغیو د اخته ۵۰ ماشومانو درملنه کیږي

افغاني سرې میاشتې د زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ۵۰ کسیزه ډله هم په پلازمېنه کابل کې ۶ خصوصي روغتونونو ته د درملنې په موخه ور پېژندلې ده.
سرې میاشتې نن مازیګر(چهارشنبه، چنګاښ شپږمه) په خپل اېکس دا خبر خپور کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
بل پلو، ددغو ناروغو ماشومانو کورنۍ د سرې میاشتې د چوپړونو هرکلی کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د سرې میاشتې په هڅو تر اوسه له ۳۰۰۰ د زیاتو زړه ناروغانو درملنه شوې ده

اړوند خبرونه