ډېر لوستل شوي

قومي مشران: د نظام تر شا ولاړ یو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو سره کتلي او پر یو شمېر مسایلو غږېدلي دي.

ارګ نن سهار( چهارشنبه، چنګاښ شپږمه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.

یادو قومي مشرانو له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې دوی چا ته د شته امنیت د ګډوډولو اجازه نه ورکوي. دغو مشرانو ویلي چې له هېواده دباندې د نورو په اشاره جګړه ییز شعارونه ورکول کومه پایله نه لري او نه هم ولس د بهرنیانو په ګټه د امنیت د خرابۍ اجازه ورکوي.

قومی مشرانو د پخوانیو چارواکو بېرته راتګ ارزښتناکه چاره بللې او په وینا یې اوسمهال ټول هېواد کې د سوله ییز ژوند ښه زمینه برابره شوې ده. د یادونې وړ ده چې د افغانستان له ګوټ ـ ګوټ څخه قومي مشرانو په داسې حال کې له شته نظامه د ملاتړ غږ کړی چې یو شمېر کړیو له هیواده بهر د نورو په لمسون د افغانستان اړوند غونډې جوړې کړي دي.

اړوند خبرونه