ډېر لوستل شوي

لسګونو زرو سیلانیانو له بامیانو لیدنه کړې

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي چې د لوی اختر په شپو ورځو کې له دې ولایت څخه لسګونو زرو کورنیو سېلانیانو لیدنه کړې ده.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي صفي الله راید ویلي چې د اختر شپو ورځو کې ددې ولایت له طبیعي او تفریحي سیمو د ۹۲ بهرنیو سیلانیانو ترڅنګ ۹۲ زرو کورنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې بامیان په ټوله کې د ۱۴۰۳ کال له پیل څخه تر دې مهاله له ۱۰۰ زرو د زیاتو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وو.

د ښاغلي راید په قول، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیلانیانو ته لازمې اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.

ورته مهال د بامیانو امنیتي مسوولین په دې ولایت کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي. د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لسګونو زرو تنو لیدنه کړې ده.

اړوند خبرونه