ډېر لوستل شوي

کراچۍ کې زورورې ګرمي د ۳۶ تنو ژوند اخیستی

د پاکستان کراچۍ ښار کې د تېرو دریو ورځو په لړ کې سختې ګرمۍ د ۳۶ تنو ژوند اخیستی دی.

ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې لیکلي چې په دې ښار کې ګرمي اوج ته رسېدلې چې د برېښنا پرچاوي هم کله کله ان تر لسو ساعتونو پورې رسیږي.

دا مړي د کراچۍ په بېلابېلو برخو کې موندل شوي چې د ځینو هویت لا هم  روښانه نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې ښوونځي هم رخصت کړي او خلکو ته یې له کوره د نه وتلو خبرداری ورکړی و.

د راپورونو له مخې کراچۍ کې په دې وروستیو کې د تودوخې درجه تر ۵۰ درجو رسېدلې ده. کراچۍ د پاکستان لوېدیځ ته پروت ګڼ نفوسه ښار دی چې د یاد هېواد د نورو ښارونو په پرتله ګرم بلل کیږي.

اړوند خبرونه