ډېر لوستل شوي

د سېلابونو څپې؛ بامیانو او بدخشان کې یې مالي او ځاني زیانونه اړولي

د بدخشان او بامیانو ترڅنګ د هېواد په ځینو برخو کې زورورو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه تر شا پرېښي دي.

د بدخشان ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په یمګان ولسوالۍ کې سېلابونو د استوګنې ۳۰ کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ کړي دي. په دې ولایت کې همداراز ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، یو ښوونځی، درې جوماتونه او یو شمېر کانالونه  هم له منځه تللي.

 د بامیانو په یکاولنګ ولسوالۍ کې سېلابونو ۱۷ تنه مړه کړي. ویل کیږي، یاد کسان د دوو کورنیو غړي دي چې ۷ تنه یې پیدا شوي او ۱۰ نور تري تم دي. د ویلو ده چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې مرګونو سېلابونو په بغلان او نورو ولایتونو کې د سلګونو کسانو ژوند واخیست او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړل.

اړوند خبرونه