ډېر لوستل شوي

د پاکستان اعتراف: د امریکا تر وتو وروسته سیمه کې د ورانکارو ډلو مخه نیول شوې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو  سره سم، په سیمه کې د ورانکارو ډلو هر ډول مخه نیول شوې او افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی.

ښاغلي اصف وړاندې ویلي چې د اسلامي امارت چارواکو د ورانکارو ډلو د مهار او پر وړاندې یې د مبارزې اړوند پاکستاني حکومت ته هم ځیني کړنلارې ښودلي دي چې باید ملاتړ یې وشي.

نوموړي اعتراف کړی چې اوس سیمه او افغانستان هغسې نه دی، کوم چې د امریکایانو د شتون پرمهال و.

ورته مهال ملي دفاع وزارت مسوولینو ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان پولې خوندي دي او هیچاته اجازه نه ورکوي، څو افغان خاوره د نورو  هېوادونو پر ضد وکاروي.

د دفاع وزارت ویاند مولوي عنایت‌الله خوارزمي د پاکستان په ګډون ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد په ټولو سرحدي پولو کې د دوی ځواکونه سمبال دي او له افغان خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښیږي.

بلخوا، د نظامي چارو یو شمېر کار پوهان په دې اند دي، چې د پخوا په پرتله دمګړۍ د افغانستان ټولې پولې خوندي دي.

د پاکستان دفاع وزیر داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې د ګاونډیو هېوادونو نورو لوړپوړو چارواکو هم منلې چې د اسلامي امارت په راتګ سیمې ټیکاو خپل کړی او هېچا ته ګواښ پېښ نه دی.

اړوند خبرونه