ډېر لوستل شوي

روان نړیوال جام کې د افغانستان سفر پای ته ورسېد

افغان کرکټ ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې له سویلي افریقا په نهو ویکټو ماتې ومنله او له روان ۲۰ وریز نړیوال جام ووتله.

دا لوبه د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ نن سهار پینځه بجې(پنجشنبه، چنګاښ اوومه) په برېن لارا کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

افغان لوبډلمشر راشدخان د لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبغاړو ژرـژر خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۵۶ منډې جوړې کړې.

په ځوابي لوبه کې سویلي افریقا د یوه لوبغاړي په سوځېدو یاد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ.

افغان کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا او بنګله دېش په ماتولو وتوانېده چې د لومړي ځل لپاره نیمه پایلوبې ته لاره ومومي.

د یادونې وړ ده چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ به د نیمه پایلوبې بله لوبه به هم بنن ترسره شي.

اړوند خبرونه