د ریاست الوزرا اقتصادي مرستال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل ولایت د ارغندۍ سبسټېشن د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن(پنجشنبه، چنګاښ اوومه) د ارغندۍ سب سټېشن د پاتې چارو د بیارغونې پرانیسته کړې ده.
پر دې پروژې ټولټال اته میلیونه او ۶۰۰ زره ډالره لګښت راځي چې چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.
ددې سب سټېشن په بشپړېدو سره به د کابل په ګډون د غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو شاوخوا ۴۰۰زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي. همدارنګه به د یادې پروژې له بشپړېدو سره د صنعت برخه کې پرمختګ رامنځته او د برېښنا د کمښت ستونزه به ورسره هواره شي.