ډېر لوستل شوي

ناټو سازمان ته نوی مشر ګومارل شوی

ناټو سازمان ته د ینس سټولټنبرګ پر ځای نوی مشر ټاکل شوی دی.

ناټو د امریکا متحده ایالاتو، انګلستان، اروپایي ټولنې او ځینو نورو له لوري رامنځته شوی پوځي سازمان دی.

د سازمان نوی مشر د هالنډ لومړی وزیر مارک روټه دی او ښایي د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته خپله دنده پیل کړي.

ناټو سازمان کې ۳۲ هېوادونه غړيتوب لري، چې ۳۰ یې اروپایي او دوه نور یې د شمالي امریکا هېوادونه، امریکا متحده ایالات او کاناډا دي.

دغه سازمان تر دې مهاله د نړۍ بېلابېلې جګړې پرمخ بیولي  چې د عراق او افغانستان جګړې یې ښې نمونې دي. ددغه سازمان موخه د هېوادونو اشغال او استعمار دی. د افغانستان ولس په ملاتړ او همکارۍ، د اسلامي امارت مجاهدین وتوانېدل چې د یاد سازمان پوځیانو ته په درنو ځاني او مالي زیانونو اړولو سره ماتې ورکړي او په دې سره په افغانستان کې د ناټو شل کلن اشغال ته د پای ټکی کیږدي.

اړوند خبرونه