ډېر لوستل شوي

کندهار کې ناقانوني درمل او چاکلېټ نیول شوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ټیم کارکوونکو تېره اوونۍ په کندهار کې د ۱۲۰۰ کیلوګرامه چاکلېټو او ۱۷۸۸ کیلوګرامه درملو د نیولو خبر ورکړی دی.

دا ناقانوني درمل او چاکلېټ د کندهار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.

یاد قاچاقي توکي په پټه هېواد ته راوړل شوي وو چې په تور یې څو کسان نیول شوي هم دي.

د یادوني وړ ده، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ټیم کارکوونکي په ټول هیواد کي فعالیت لري او چا ته د قاچاقي توکو د صادرولو او واردولو اجازه نه ورکوي.

اړوند خبرونه