ډېر لوستل شوي

د روان شل اوریز جام پایلوبه؛ سویلې افریقا له هندوستان سره مخیږي

د روان ۲۰۲۴کال د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام پایلوبه سبا(شنبه، چنګاښ نهمه) ماښام ۷بجې د هند او سویلي‌افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
دغه لوبه به د بارباډوس د برېج‌ټون په (کېن‌سېنګ‌ټن اووال) کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

هند پرون انګلستان ته په دویمه نیمه پایلوبه کې ستره ماتې ورکړه او له سویلي افریقا سره پایلوبې ته ووت.
بل پلو، سویلې افریقا ملي لوبډله د افغانستان پر ماتولو د لومړي ځل لپاره پایلوبه ته ووته.
هند او سویلي افریقا د روان ۲۰۲۴ نړیوال جام له پیله هېڅ لوبه نه ده بایللې

اړوند خبرونه