ډېر لوستل شوي

د قزاقستان او افغانستان د ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا بحث وشو

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین ګیلدییف سره په کتنه کې پر ګڼو موضوعاتو بحث کړی دی.

په دې کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د الوتنو پر بیا پیل، افغانستان کې د سوداګرۍ له خونې څخه د قزاقستان ملاتړ، په قزاقستان کې د افغانستان سوداګرۍ خونې پرانیستل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو په رامنځته کولو، قزاقستان کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو لپاره د نندارتونونو جوړول او نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
همدارنګه په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.
د یادونې وړ ده چې افغانستان او قزاقستان اوسمهال سیمه کې ملګري اقتصادي او سیاسي هېوادونه دي

اړوند خبرونه