ډېر لوستل شوي

افغانستان بانک سرپرست او مل پلاوی جیبوټي هېواد ته ولاړ

د افغانستان بانک سرپرست رییس ملا هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ ۲۲ کلنۍ غونډه کې د ګډون په پار جیبوټي هېواد ته روان شوي.
افغانستان بانک نن مازیګر(شنبه، چنګاښ نهمه) په خپل اېکس د یاد پلاوي د تګ خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې یاده غونډه به په جیبوټي هېواد کې د جولای میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ او د دې هېواد د مرکزي بانک له لوري جوړه شي. په دې غونډه کې به د بورډ د تېرکال پر اجرااتو او مالي راپورونو بحثونه وشي.
دغه راز به د بورډ غړي د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په رڼا کې د اسلامي بانکوالۍ اړوندو معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکوالۍ د ډیجیټلایزیشن اغېزه او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ پر ملاتړ او ترویج بحثونه وشي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د دې بورډ غړیتوب لري او دې بانک په تېر کې هم د اسلامي بانکولۍ د ترویج په موخه ګړندۍ هڅې کړي دي

اړوند خبرونه