ډېر لوستل شوي

افغان پلاوی دوحې غونډه کې د ګډون په پار قطر ته روان شو

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی د دوحې درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته روان شوی.
مولوي ذبیح الله مجاهد نن مازیګر( شنبه، چنګاښ نهمه) په خپل اېکس ددې پلاوي د تګ خبر ورکړی دی.
تمه ده، د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان پر مالي او بانکي بنديزونو، د افغان حکومت پر ښکېلتیا، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې پر ننګونو او د نشه یي توکو پر وړاندې د افغان حکومت پر لاسته راوړنو بحثونه وشي.
افغان حکومت له وړاندې ویلي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې په غونډو کې بامانا ګډون غواړي او له سمبولیک ګډون ډډه کوي.
د یادونې وړ ده چې د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون میاشتې په دېرشمه او د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کیږي

اړوند خبرونه