ډېر لوستل شوي

انتونیو ګوتریش منځنۍ اسیا ته سفر کوي

تمه ده، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش منځنۍ اسیا ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې انتونیو ګوتریش به دا سفر نن (شنبه، د چنګاښ نهمه) له ازبکستان څخه پیل کړي.

ویاند دوجاریک ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي به له تاشکند وروسته قرغیزستان، قزاقستان، تاجیکستان او ترکمنستان ته هم سفر وکړي.

ویل کیږي چې منځنۍ اسیا ته د ګوتریش د سفر موخه د دغو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې او د اقلیم د بدلون له پروژو کتنه ده.

ښاغلی ګوتریش به همداشان د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای سازمان په جوړېدونکې سرمشریزه ناسته کې ګډون او وینا وکړي.

ټاکل شوې چې د شانګهای همکارۍ سازمان ناسته به بله میاشت(جولای څلورمه) ترسره شي.

اړوند خبرونه