ډېر لوستل شوي

خوست کې  امنیتي ځواکونو یو قاتل نیولی

د خوست امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې څه وخت مخکې یې یو ځوان کس په مرموزه بڼه وژلی و.

د کورنیو چارو وزارت نن(شنبه، چنګاښ نهمه) په خپل اېکس د دې قاتل د نیونې خبر ورکړی دی.

د خوست مطبوعاتي مسوولینو ویلي چې دې شخص شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د صبریو ولسوالۍ چینو کلي کې یو ځوان د ټوپک په ډزو وژلی و.

ویل کیږي چې نیول شوي کس خپل جرم منلی او د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.

اړوند خبرونه