د خوست نوي والي مولوي عبدالقیوم روحاني د یوې غونډې په ترڅ کې خپلې کاري چارې پیل کړې.
ښاغلی روحاني نن(شنبه، چنګاښ نهمه) د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري له لوري د خوست ځایي مسوولینو او خوستي ولس ته ورپيژندل شوی.
په یاده ناسته کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ویلي: د خوست د ولسونو لپاره د نیکمرغۍ ځای دی، چې داسې یو جهادي او باتدبېره شخصیت یې د والي په توګه ټاکل کیږي.
نوموړي زیاته کړې چې مولوي روحاني د اسلامي امارت په هر ورسپارل شوي مسوولیت کې بریالی ثابت شوی.
د یادونې وړ ده چې د خوست لپاره تېره اونۍ د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم مولوي عبدالقیوم روحاني د نوي والي په توګه وروپېژندل شو