ډېر لوستل شوي

د ناکامه تجربو تکرار؛ اوبه خړې که، ماهیان ونیسه!

د پاکستاني اوسمهالي حکومت چارواکو د تېر په څېر یو ځل بیا د افغان حکومت په تړاو بابېزه، نامسووله او کرکجنې څرګندونې کړي. دا د پاکستاني چارواکو، لومړی او وروستی ګواښ او تور نه دی، د دوی نظامي او ملکي چارواکو تر دې پخوا هم له عادته په مجبورۍ د اوبو خړولو او کبانو د نیونې هڅې کړي دي. بل خوا، افغان حکومت د یاد هېواد خبرې ته په خبره او نظامي ګواښ ته په نظامي ګواښ ځواب ویلی او له نامسوولانه چلند څخه پېښېدونکو بدو پایلو ته یې متوجې کړي دي.

دا ځل د شهباز شریف د کابینې دفاع وزیر خواجه اصف په خورا بې باکانه انداز ویلي چې ګواکې د پاکستاني طالبانو(ټي.ټي.پي.) د ټکولو لپاره به ان افغانستان خاورې ته هم واوړي.

ورته مهال د افغانستان دفاع وزارت د اصف دې ماشومانه څرګندونو ته په ځغرده ځواب ویلی او د نوموړي څرګندونې یې د اوبو خړول او بیا پکې د ماهیانو نیولو تمثیل ته ورته بللي دي. دفاع وزارت د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ممکنه نقض په صورت کې د ټولو بدو پایلو د پړې مسوولیت د پاکستان پر اوسني حکومت اچولی او له وړاندې یې دا معضله تر غوږو ور تېره کړې.

د پاکستان د فاع وزیر دا څرګندونې له پاکستانۍ (سما) رسنۍ سره په یوې مرکې کې کړي دي. خواجه اصف داسې مهال یادې بې باکانه څرګندونې کوي چې حکومت یې د «عزم استحکام» په نوم په ظاهره د ټي.ټي.پي. د وژنې او ټکونې عملیات پر لاره اچولي، خو د چارو شنونکي او د پښتونخوا اوسېدونکي یې د بې ګناه پښتنو د ټکولو، بې کوره کولو او تري تمولو پروژه بولي. د پاکستان ملي امنیت د جون په ۲۳مه په دغه هېواد کې د ترهګرۍ مخنیوي په موخه د نویو عملیاتو تګلاره تصویب او اعلان کړه.

دې عملیاتو ته د خیبر پښتونخوا ګڼو اوسېدونکو کلک غبرګون ښودلی او دا یې د پاکستان د پوځ د تېرو ظلمونو او وحشتونو لړۍ بللې ده. د چارو شنونکو او د پاکستان د سیاسي ګوندو ځینو مشرانو هم یاد عملیات ړانده او د عوامو د تباهۍ طرحه بللې.

افغان حکومت تل ویلي، هغه هېوادونه چې ملاحظې لري، اندېښنې ورته پېښېږي؛ نو د خبرو دروازې یې پر مخ پرانیستي او ډپلوماټیک چینلونه یې پتې دي. افغان چارواکو تر دې دمخه ګاونډیو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته په ډاګیز ډول ویلي چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کاریږي او نه به هم چاته اجازه ورکړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د اسلامي امارت مسوولینو د پاکستاني لوري دغه ډول څرګندونو ته پخوا ویلي و چې د ناامنیو ریښه دې په خپل هېواد کې وپلټي او پړه دې یې پر نورو هېوادونو نه اچوي. کارپوهان وایي چې پاکستان تل په ننګونکو حالتونو کې د ترورېزم مسله راپورته کړې، نور هېوادونه یې له ځانه سره له ګواښ سره مخ کړي؛ تر څو له نړیوالو پیسې وشکوي. دا په داسې حال کې ده چې په د تېر کال په کب میاشت کې د پاکستاني پوځ چورلکو د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالیو ړندې بمبارۍ وکړې چې ګڼو ماشومانو او مېرمنو ته یې مرګ ژوبله واړوله. د یاد برید په ځواب کې د ملي دفاع وزارت سرسپارلیو مجاهدینو ځوابي بریدونه وکړل چې مقابل لوري ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

اړوند خبرونه