ډېر لوستل شوي

د نیمروز روغتیایي ستونزو ته رسېدنه کیږي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي، شیخ محمد قاسم خالد سره کتلي دي.
د عامي روغتیا وزارت نن(شنبه، چنګاښ نهمه ) په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی.
په یاده کتنه کې د نیمروز د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي چوپړونو پر وړاندې کولو او د شته ستونزو پر هواري بحث شوی.
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو رسول د دې وزارت دنده بللې او نیمروز کې د شته روغتیایي ستونزو د حل ډاډ یې څرګند کړی دی.
نیمروز د هېواد په لوېدیځ کې پروت ولایت دی چې ګڼې برخې یې صحراوو پوښلي دي

اړوند خبرونه