ډېر لوستل شوي

د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام اسیا ته رالېږدول کیږي

د روان ۲۰۲۴ شل اوریز کرکټ جام سیالیو پایلوبه د هندوستان ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
یاده سیالي نن ماښام(شنبه، چنګاښ نهمه) د شمالي امریکا د کارابین ټاپوګانو د بارباډوس پلازمېنه برېج‌ټاون کې ترسره شوه.
ددې سیالۍ پچه د هند لوبډلمشر روهیت شرما وګټله وګټله او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هند د ویرات کوهلي د ښې توپوهنې په مټ په ټاکلو شلو اورونو کې سیالې لوبدلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه، خو په ځوابي پاڼۍ کې د سویلې افریقا لوبډلې د شلو اورونو په لوبونې ۱۶۹ منډې جوړې او لوبه یې په ۷ منډو وبایلله.
سویلي افریقا او هند هغه لوبډلې وې چې په روان نړیوال جام کې یې هېڅ لوبه نه وه بایللې. سویلي افریقا د لومړي ځل لپاره وتوانېد چې پایلوبې ته لار ومومي.
د یادونې وړ ده چې په روان نړیوال جام کې رحمان الله ګربز تر ټولو د ډېرو منډو ۲۸۱ ریکارډ وساته او فضل الحق فاروقي او ارشیډیپ سینګ د ۱۷-۱۷ ویکټو په مټ تر نورو توپ اچونکو ډېرې ویکټې ترلاسه کړې

اړوند خبرونه