ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت واحد او نه بېلېدونکی صف دی

مولوي ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله هغه وینا چې په اختريز پيغام کې یې کړې د مسلمانانود عرفې او اختر ورځې فلسفې پورې اړوندیږي.

ښاغلي مجاهد وړاندې ویلي، د اسلامي امارت صف واحد دی، یاده د اتحاد او اتفاق موضوع د امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا چارواکو، مجاهدینو او ولس ته نصایح او سپارښتنې وې چې د لوی اختر له ورځې سره یې سمون خوړ.

د یادونې وړ ده چې امیرالمؤمنین حفظه الله د لوی اختر په وینا کې مسلمانان، افغان ولس او مجاهدین د یو بل منلو، زغم او پیروي ته بللي وو.

اړوند خبرونه