ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح الله مجاهد: دوحه کې د اسلامي امارت ګډون د تعامل مانا لري

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر‌مهال ویلي چې په دوحه کې جوړېدونکې غونډه کې د افغان حکومت ګډون د تعامل مانا لري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې: په دې ناسته کې د اسلامي امارت ګډون هېڅ لوري سره د دښمنۍ په مانا نه؛ بلکې د تعامل په مانا دی او باید ترې ګټه واخیستل شي.

ښاغلي مجاهد منلې، چې د جون په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ نېټه به د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په ابتکار په جوړېدونکې درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت ویاند همداراز زیاته کړې چې ملي ګټو ته په کتلو باید نړیوال افغانان په سختو شرایطو کې یوزاې پرېنږدي. مولوي ذبیح الله مجاهد یاده وینا نن(شنبه، چنګاښ نهمه) په یوه خبري کنفرانس کې وړاندې کړې ده.

اړوند خبرونه