ډېر لوستل شوي

استقلال روغتون کې تېرکال تر ۱۸ زرو زیات عملیاتونه شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په تېر یوه کال کې په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې د څه باندې ۱۸زره جراحي عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د تېر یوه کال په لړ کې ۱۸زره ۴۷ جراحي عملیات ترسره شوي دي. ویل شوي چې په یاد روغتون کې همدارنګه، ۱۸۶ زره ۵۸۱ ناروغانو ته سراپا (او.پي.ډي) او ۲۹ زره ۲۷۲ تنو ته داخل بستر (ای.پي.ډي) چوپړونه وړاندې شوي دي.

اړوند خبرونه