ډېر لوستل شوي

افغان حکومت متحده عربي اماراتو کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش پیلوي

د احصایي ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافیع نن مازیګر(یکشنبه، چنګاښ لسمه) په خپل اېکس متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش د لړۍ خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي چې د احصایي ملي ادارې له ژمنې سره سم د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په پار یو ټیم متحده عربي اماراتو ته استول شوی.

ښاغلي رافیع وړاندې لیکلي: یادې ادارې په همدې موخه د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ښار ته د د اسان خدمت تر چتر لاندې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ټیم ولېږلو چې په نږدې ورځو کې به خپل فعالیتونه پیل کړي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ډاکتر فقیر محمد زیار یاد ټیم ته د مخه ښې ناسته کې یو لړ سپارښتنې کړي او هیله یې ښودلې چې په کوردننه او بهر ټول هېوادوال په اسانۍ برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

افغان حکومت په نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو، وېزو او نورو اسانه راکړه ورکړه هم اسانه کړې ده.

اړوند خبرونه