د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې اطلاعیې په خپرولو سره د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې د یوه درې ورځني نندارتون د جوړونې خبر ورکړی دی.
د افغاني توکو دا درې ورځنی نندارتون به د روان عیسوي کال د جولای میاشتې په دویمه نېټه پرانیستل شي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه نندارتون افغاني محصولاتو ته د بازارموندنې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه جوړېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په قول، دغه نندارتون کې به د هېواد ۲۵۰ سوداګر غالۍ، لاسي صنایع، ګرانبیه ډبرې، وچه مېوه او یو شمېر نور محصولات نندارې ته وړاندې کړي. صنعت او سودګرۍ وزارت تر دې دمخه هم د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو کې ورته نندارتونونه جوړ کړي وو.