ډېر لوستل شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه مجرمین نیول شوي

کورنیو چارو وزارت نن غرمه(یکشنبه، چنګاښ لسمه) په خپل اېکس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۱ تنو مجرمینو د نیونې خبر ورکړی دی.

دا کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اوو ولایتونو کې د غلا، وژنې، دوکې او نامشروع اړیکو په تړاو نیول شوي دي.

 ددغو مجرمینو له ډلې؛ ۱۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو په کونړ، یو غل او یو تن د نامشروع اړیکو په تړاو په سمنګان او درې تنه د شرابو د پلور په تړاو په فاریاب کې نیول شوي دي. ورته مهال، دوه تنه د جعل کولو په تړاو په پروان، دوه تنه په سرپل کې د دوو تنو د ټپي کولو په تړاو، یو غل په هرات او یو تن د وژنې په تړاو په خوست کې نیول شوی دی. د یادونې وړ ده، چې کورنیو چارو وزارت منسوبین د غلو او مجرمینو پر وړاندې خپل علمیات چټک کړي دي.

اړوند خبرونه