ډېر لوستل شوي

جرمني کابل کې د خپل سفارت پر  پرانیستې غور کوي

د جرمني د سوشیل ډیموکراټ ګوند د بهرنۍ تګلارې ویاند نیلز شمیډ ویلي چې جرمني باید کابل کې خپله سفارت خونه بیاپرانیزي.

ښاغلي شمیډ ویلي، چې اوس باید کابل کې د جرمني د سفارت خونې پر بیا پرانیسته غور وشي.

نیلز شمیډ یوې جرمنۍ رسنۍ ته په مقاله کې لیکلي چې اسلامي امارت سره باید پراختیایي مرستې ازادې او ډپلوماټیکې اړیکې جوړې شي.

بل پلو، د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په افغانستان کې د دغه هیواد د سفارت د بیا پرانېستلو په اړه د جرمني د سوشیل ډیموکراټ ګوند د غړو له غوښتنو هرکلی کړی. ښاغلي فطرت ویلي چې کابل کې ددې هېواد د سفارت په پرانیستې سره به د کابل ـ برلین اړیکې لا پیاوړې شي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د ګڼو هېوادونو سفارت خونې په کابل کې پرانیستي دي او افغان حکومت هم په یادو هېوادونو کې د خپلو ډپلوماټانو په مټ سیاسي راکړه ورکړه لري.

اړوند خبرونه